راځی ذهنونه له غباره و څنډو
لیکوال : پیرمحمد کاروان لیکوال : پیرمحمد کاروان

راځی ذهنونه له غباره و څنډو – پیر محمد کاروان

 

 
د دفتر کار مې تر سره کړ ، یو څه یې ستړی هم کړم . فېس بوک ته ورغلم چې لږه دمه مې جوړه شي. یو ښایستوکی شعر مخې ته راغی . د کایناتو ښکلا او مینه په کې راغلې وه . ستړی زړه مې ور باندې باغ باغ شو . ستړیا مې ورکه شوه ، زړه او خیال مې په یوه نا آشنا ټال کې ټالۍ و خوړې . له ځان سره مې وویل : د الله تعالی کاینات څومره ښکلي دي ، واه شعر او مینه څومره خوند کوي ، له زړه نه غبار لرې کوي . زه یوه خواږه شعرپه پټو سترګو یوې ورکې خو ډېرې ښکلې جزیرې ته وړی وم . چې ناڅاپه مې سترګې و غړولې مخې ته مې د فیس بوک پاڼه خلاصه وه . دوه نور عنوانونه مې تر سترګو شول . الله خدایه سخت یې و بوږنولم ، خپه یې کړم ، زړه مې بیا په غبار کې پټ شو . یوه دنیا کرکه او بدرنګي یې زما په ذهن کې را وټوکوله . تر دواړو عنوانو لاندې زما وطنوالو زما عزیزانو ، زما خویندو وروڼو یو بل سخت سره کنځلي وو . ځینو یې په پښتنو پسې را اخیستې وه ، لیکلي يې وو : پښتانه هغه دي او دغه دي ، د پاکستان غلامان دي ، څه دي او څه دي . ځینو بیا په دري ژبو پسې کنځلې کړې وي چې فلان دي ، بستان دي ، نه پوهېږم د ایران غلامان دي .

ښه نو ګرانه وطنواله چې سړی هره ورځ داسې بدرنګې خبرې اوري ، لولي او ګوري نو د وطن راتلونکي ته به یې څه هیله پاتې شي . حیران دې ته یم چې دا دموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په نوم رنګینو شعارونو لکه چې یوازې دې ته لاره خلاصه کړې چې افغانان په خپلو کې په ژبو ، قومونو ، ګوندونو او ډلو ټپلو سره ووېشل شي . ځینې وايي چې ددې ټولو فاصلو او نفرتونو تر شا د بهرنیو دښمنانو او استخباراتي کړیو لاس دي . ښه دا به درسره و منو ، هغه ځکه چې د نني انسان که مسلم دی که غیر مسلم دی شیطاني کړنې دومره ډېره شوې چې مه کوه پوښتنه . غیر مسلم قوتونه خو مونږ او تاسو د سر په سترګو ګورو چې د شیطان پر فیل سپاره دي ، د بې وزلو ولسونو او په تېره د مسلمانانو کوپړۍ د قدرت د شیطاني فیل تر پوندو لاندې کوي . له مسلمانو دولتونو او حکومتونو هم مونږ افغانانو چندانې خیر نه دی لیدلی . زمونږ مسلمان ګاونډیان هم فرعوني خوبونه ویني زمونږ سرونه او مغزي ورته تیږي او پرښې ښکاري بس خپلې خیرنې پښې ورباندې ږدي ، غواړي چې دنګ شي او د آسمان ستوریو ته یې لاسونه ورسیږي . له دوی نه اسلامي کړنې ، اسلامي اخلاق هېر دي ، دوی انسانیت او معنویت ته دوه توته ارزښت نه ورکوي ، بس ایله د ځان لوړوالی په دې کې وینې چې نور یې تر پښو لاندې وي چې دوی د خولې مړۍ ترې وشکوي او خپلې شيطاني لوږې يې تسکین شي. دا خو د قضیې یو اړخ دی چې زمونږ د خلکو خپلمنځي لانجو ته ګاونډي مسلم او ځینې غیر مسلم نوکونه جنګوي او زمونږ تر منځ اختلاف او جنګونه تودوي . خو را به شو خپلو ځانونو ته ، دا مونږ ولې دومره پټې سترګې او جاهل و اوسو چې د څو لسیزو په دې اوږده تجربه کې مو دوست او دښمن و نه پېژندل . راځی چې په خپلو ګریوانونو کې وګورو او پر خپلو کړنو له سره فکر وکړو .

ګرانو وطنوالو ستاسو دې په ایمان قسم وي چې په یوه وطن کې په دې ډلو ټپلو او له یو بل سره په کرکو به یې شل کړو او که همداسې به په نولس کې پاتې وو . دا خو به ډیر لوی ظلم وي چې مونږ د تعصب له مخې د خپل قوم ، د خپلې ډلې یا خپل ګوند او تنظیم سړی که تور کاڼی هم وي د بل قوم ، ډلې او تنظیم او بلې ژبې له لال و مرجان ، فیروزې او مرغلرې يې لوړ بها و بولو . بس وو کرکې او نفرتونه دومره بس وو چې د دنیا د ډیرو ملکونو او خلکو ګدایۍ ته یې کېنولو . نن سبا چې د انتخاباتو نغاره بیا په ډنګېدو ده ، زمونږ د کاندیدانو او سیاستوالو غونډې ، په ښکاره او د پردو شاته خبرې داسې دي چې ملي او آفاقي نه دي . دوی بیا هم د قوم ، ژبې ، ډلې ټپلې او تنظیمونو په وړو وړو دایرو کې را ایسار دي . راځی په مینه یو بل په خپل څنګ کې سره و زغمو . که مو نورو ته مینه ورکړه الله به مو په مینه و نازوي او د الله بندګان به مینه راکړي . که مو نورو ته درانه وکتل په خپله به درانه شو . ګورﺉ ، د مشرتوب له پاره داسې څوک وړ وي چې لکه یوه سمسوره د ګلونو او مېوو ډکه ونه شمال جنوب ، شرق ،غرب بس هرې خواته یې څانګې ور غځولې وي ، ټولو ته یې د ګلورین خیالونو خوشبو او د خوږو فکرونو خوږلني رسېدلي وي .راځی چې له دې جادوګرو او طلسمي مثلثونو او دایرو نه راووځو . د مور وطن غېږه باید چې په زړه تنګو او کرغېړنو دایرو او کورګیو ونه وېشو . د پوهې او معرفت په لړ کې اول خپل ځانونه و رغوو، خپل شاوخوا ، دوست ، دښمن ، ښه او بد مشران و پېژنو . له ځوانانو نه وړ کسان مشرتوب ته جوړ او تراشو . هېڅوک له موره مشر نه زیږي ، ښه کورنی او وطني چاپېریال له عادي خلکو اتلان ، دوطن او بشر لوی خدمتګاران او ښه مشران جوړوي .

زمونږ ټولنه د جنګ بیماره ده ، عجیبو غریبو اندېښنو او کرکو مو زړونو او ذهنونو ته لاره کړې . راځی چې خپل زړونه او ذهنونه و څنډو ، جارو یې کړو ، د مینې او امن په اوبو یې پاک سوتره و مینځو . تاسې خبر یاست چې زمونږ له وطن نه څومره خلک ، څومره کورنۍ بهر ملکونو ته په منډه دي. دوی ملامت هم نه دي ، دا څو لسیزې په وطن کې کمزوري مشرتوب افغان وطن له اضطراب او ناوړه حالاتو نه د اطمینان او ډاډ خواته را و نه یوست . ډير خلک په وطن کې د ډاډ او امن احساس نه کوي . هغوی چې بهر ته تللي له یوې خوا هلته په پردیو وطنونو کې ځوریږي له بلې خوا یې له خپل وطن سره هم زړونه تړلي دي . په پردیو وطنونو کې مو هم ښه د کار خلک هم اوسیږي . مختلفې ژبې یې یادې کړې دي ، په مختلفو برخو کې یې پوهې حاصلې ، ماهر او د تخصص څښتنان دي . د هجرت له برکته ډیرې دیندارې کورنۍ هم شته دي چې له وطن د باندې اوسیږي . هو شته داسې افغانان هم چې د پردیو مختلفو کلتورونو تر تاثیر لاندې راغلي ، له وطن له غمه به بې غمه وي . دا چې زمونږ وطنوال په هر عنوان له وطن زړه توري کیږي پړه یې زمونږ او تاسو د ټولو پر غاړه ده . چې ولې مونږ دومره سره وېشل شوي او پر یوه او بل بې باوره یو .ښه دا ټولې خبرې پر خپل ځای خو اندېښنه په بل ځای کې هم ده . هغه دا چې که مونږ افغانان په تېره ځوان نسل د دین ، وطن او بشر د مینې په روحیه ځانونه سمبال نه کړې ، دا تجزیه شوي او له یو بل نه لرې شوي او پر یو بل بې باوره افغانان

له وړو ، وړو طلسمي کړیو نه د مور وطن لویې غېږې ته را و نه باسي ، خدای مه کړه د وطن دوستۍ او دوطن سره د مینې اصل به لکه ورک مرغه له ګوتو را نه والوځي . بیا به لکه بې میره او بې مالکې مچۍ داسې یو ، دانه دانه به سرګردان ګرځو نه به کور لرو ، نه خپل ځای ځایګی چې یوه شېبه ارام په کې وکړو . الله مو دې پر یو بل باور او اتفاق نصیب کړي چې د شاتو تر مچیو هم ښکلی نظام او د مور وطن په غېږ کې تر شاتو خوږ ژوند ولرو .

1392- د سنبلې 15 کابل






September 8th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي